سلمان خان فلمونه کې د رول لپاره خپل شرطونه لري

د هند فلمي نړۍ بالیووډ ماهرین فکر کوي، سلمان خان داسې دریځ ته رسېدلی، چې فلمونو کې د رول لپاره خپل شرطونه لري او دا چې د هغه فلمونو نندارې ته وړاندې کېدو نېټه هم د هغه په خوښه ټاکله کېږي.

سلمان معمولاً خپل فلمونه د اخترونو ورځو کې نندارې ته وړاندې کوي.

د تېر اختر پر مهال داسې ویل کېدل، چې ګواکې شاه رخ خان هم د اختر پر مهال خپل فلم ( رییس ) له همدې کبله نندارې ته وړاندې نه کړ او اوس فلم جوړونکي کرن جوهر ویلي خپل نوی فلم ‘بدري ناتھ کې دلهنیا ‘ د هولي پر مناسبت نندارې ته وړاندې کوي.

له هغه پوښتنه وشوه، چې ولې یې فلم د اختر پر مهال نندارې ته وړاندې نه کړ، ځواب یې دا و، چې اخترونه د سلمان خان لپاره ځانګړي دي او نه غواړي له هغه سره ټکر کې راشي.

ښاغلی کرن وايي، یوازې هغه مهال به د اختر ورځو کې فلم نندارې ته وړاندې کړي، چې فلم کې یې سلمان خان رول ولوبوي، خو نوموړی باید له ‘رییس ‘ او ‘قابل ‘ نومي فلمونو زده کړه وکړي، چې دواړو ښه عاید درلود، یعنی که فلم د خلکو د خوښې وړ وي، پر عاید یې ډېر اغېز نه کېږي.