د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان خپلو مینه والو ته د لوی اختر په ورځ د اخترۍ یا اختریزې ډالۍ ورکولو اعلان وکړ. هغه په انسټاګرام کې یو پېغام خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې د اختر په ورځ د اخترۍ ورکول خو جوړېږي.
سلمان خان د خپل ورور ارباز خان سره یوه خپرونه پیلوي، چې د دغه خپرونې پیل هم د جولای په ۲۱مه ورځ وشو.
هغه همدا خپرونه مینه والو ته د اختریزې ډالۍ په توګه ورکړې ده او ورته یې ویلي دي، چې په یوټیوب کې دې دا بشپړه خپرونه وګوري.
کاپي…