سلمان خان وايي، د مخ کاسه يې خرابه ده

د هندي سینما (دبنګ خان) سلمان خان وايي، چې د مخ کاسه يې ستونزه او سخت درد لري، خو مینوال يې هیڅ په کیسه کې نه دي. سلمان خان چې ډير کله د خپل شخصي ژوند په اړه واضح خبرې نه کوي او له رسنیو شخصي مسایل پټ ساتي، تازه په دوبۍ کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د مخ په کاسه کې مشکل لري؛ سخت درد لري او ان پوره خوله هم نه شي خلاصولای. خان زیاتوي، چې ددې دومره ستونزو سره سره هم مینوال يې ترې سم او په تول برابر کار غواړي او ددې په کیسه کې نه دي، چې دې څه احساس لري. سلمان خان چې له کومې ناروغي زوریږي، ټرای جیمینال نیوریلیجا يې بولي. ددې ناروغۍ له امله د مخ په ساحه کې د څو ثانیو لپاره شدید او سوزنده درد پیدا کیږي. دا ناروغي ناروغ په رواني لحاظ سخت مایوسه کوي. ددې ناروغۍ ځينې ناروغ ان د ځان وژنې هڅه کوي.