سلمان خان: پرینکا چوپړا سره نور فلمونه نه جوړوم

د هندوستان د هندي سینما سوپر سټار سلمان خان د نوموتې ستورې پرینکا چوپړا سره د بایکاټ خبره کړې.

سلمان خان دا پریکړه وروسته له هغې کړې، چې پرینکا چوپړا د سلمان خان په راروان فلم (بهارت) کې له لوبېدو په شاه شوه.

داسې خبرونه ورکړل شوي وه، چې پرینکا چوپړا د سلمان خان په نوي فلم (بهارت) کې لوبیږي؛ خو اوس هغه له خپلې خبرې تېره شوې.

فلم کې د پرینکا د نه لوبېدو علت واضح نه دی؛ خو رسنۍ وايي، چې نوموړې د خپل یار (نیک جانس) سره مصروفه ده او شاید راتلونکی اکټوبر واده وکړي.

بل پلو سلمان خان د پرینکا چوپړا دې پریکړې خوابدی کړی او ویلې يې دي، چې نور به هیڅکله له پرینکا سره فلمونه جوړ نه کړي.

سلمان خان او پرینکا چوپړا تر دې وړاندې په (موجسی شادي کریګو) فلم کې ګډ لوبېدلې وه.