سلمان خان: که کورونا همداسې روانه وه، نو (رادهى) به په دې اختر کې ريليز نه شي

د باليووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان وايي، که چېرته د کورونا پېښې همداسې په زياتېدو وې، نو ممکنه به نه وي چې د هغه نوى فلم (رادهى) سږ اختر کې نندارې ته وړاندې کړي.

سلمان خان څه وخت مخکې اعلان کړى و چې د نوموړي نوى فلم (رادهى – يور موسټ وانټيډ بهايي) به د کوچني اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شي.

خو اوس په هند کې يو ځل بيا پېښې زياتې شوې دي او همدا راز تازه د هند حکومت په ځينو ځايونو کې ګرځبندېز هم لګولى دى، چې يو ځل بيا د سلمان خان فلم له خنډونو سره مخ شوى دى.

سلمان خان نن په ټولنيزو رسنيو کې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې چې د خپل فلم په اړه هم وغږېده. هغه وويل، که چېرته په راتلونکو ورځو کې د کورونا پېښې کمې نه شوې، نو فلم به يې د دې کوچني اختر پر ځاى د راتلونکي کال په کوچني اختر کې نندارې ته وړاندې شي.

 

هغه زياته کړه، که چېرته د کورونا پېښې کمې شوې، خلکو ټولنيز واټن ساته، ماسک يې اچوه او د حکومت له خوا اعلان شوې لارښوونې يې عملي کولې، نو بيا به موږ هم دا فلم نندارې ته وړاندې کړو.

کاپي…