سلیمان ماکو او د ده تذکرة الاولیا

ليکنه: ډاکټر لطیف یاد

سلیمان ماکو دپښتو ژبې یو پخوانی لیکوال او نثر لیکونکی دی . دده پلار بارک خان صابزی نومید او په قوم پښتون ماکو و .که چيرې د ما کو پښتنو دنسب شجره وګورو نودماکو دقبیلې خلک سړ بني پښتانه او د درانيو دپنجپای په ښاخ پورې اړه لري ٠ ددوی د وګړو شمېر لږ دی ٠ ددوی يو شمېر په کند هار او يو شمېر هم دنورزيو پښتنو سره يو ځای ميشته دي ٠

يو شمير ماکوان دهرات او غزني په ولايتو نو کې هم استو ګنه لري ٠ په کند هار کې دماکو دقبيلې دخلکو شمېر په ١٣٦٥ لمريز کال کې ١٥٥٧٤ تنه ښودل شو ي ول ،چې ښايې اوس يې په شمېر کې ډېر زيا توالی راغلی وي٠ د کند هار په ولايت کې دماکو دقبيلې خک د دامان او ار غستان په ولسواليو کې ا ستو ګنه لري ٠ دهرات په ولايت کې دما کو دقبيلې خلک ددغه ولايت دانجيل ،کشک او دکرخ په ولسواليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې په ١٣٦٥ لمريز کال کې ددوی ټول شمېر ٢٦٨٨ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې اوس به يې په شمېر کې ډير زياتوالی راغلی وي (١) .

تاريخ حيات افغاني ليکي چې په غز ني کې هم د ماکو دقبيلې څو کلي شته چې دخاګواڼيو دقبيلې دکليو تر څنګ پر اته دي اوسيمه ايز خلک دغه د خاګواڼي د قبيلې خلک هم دخاګواڼي ما کوانو په نامه يادوي .

داسې ښکار چې سلیمان ماکو دپښتونخوا په غرو رغو کې ګر ځیدلی دی او دخپل عصر روحاني او ادبي شخصیتونه یې هم لیدلي دي.

دده یو کتاب تذکرة الاولیا نومیږي چې په ۱۳۱۹ لیږدیز کال په کندهار کې پیداشوی دی چې یوازې لومړي اووه مخونه یې شته . دده ه کتاب د ۶۱۲ لیږدیز کال په شاو خوا کې لیکل شوی دی.دده دکتاب په لومړیو مخونو کې ددغو شاعرانو ذکر او یادونه شوې ده چې هغه ولیان وو: بیټ نیکه ، ملکیار غرشین، شیخ اسماعیل .او قطب ا لاقطاب قطب الدین بختیار کاکي .

همداراز پښتونخوا ته دخپل یون او سیاحت په اړوند چې داولیاوو مزارونه او مراقد یې پیداکول داسې لیکي :

(( په سن دولس او شپږسوه هجري تللی وم او دپښتونخوا په راغو او کلیو ګر ځید م او مراقد داولیاوو او واصلینو مې پلټل او په هر لوري مې کاملان موندل او ددوی په خدمت کې خاک پاي وم او چې له دې سفره په کور کښینستم ا و تڼاکې وچاودلې ، بیا پاڅیدلم او له څښتنه مې مرستون شوم چې احوال دهغو کاملانو وکاږم چې پښتانه یې ولولي …))

او بیادبیټ نیکه او سړبن نیکه په اړوند داسې کاږي :

(( وایم حمد وسپاس دلوی خاوند ، نقل کاندي چې شیخ بیټڼي اوسید په غره دکسي باند ې .سړبن نه درلود زامن، خدای مهربان دداسماعیل په برکت سړبن ته دومره زامن ورکړل چې اوس شو ګڼون دهغو…))

او بیا وایی :

(( نقل کاندي چې بیټنی سپین ږیری شو نو ده به هر کله څښتن پاله او رب ته به یې درخواست کاوه ، چې زما په کاله او دسړبن او غرغښت پر کول ( کهول ) کې برکت کښیږده ، بادار قبول کړ دده درخواست او ډکه شوه ځمکه دپښتنخا ( پښتونخوا ) ددوی په کول …))

دا په هغه وخت ک دپښتو نثر یوه بیلګه ده چې تاسو ته وړاندې شو او داسې ویل کیږي چې دسلیمان ماکودغه کتاب داولیاوو یوه تذکره ده چې دپښتو ژبې یو لرغونی نثر یې ګڼلای شو.