د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک ښار په يوه جامع جومات کې چاودنه شوې چې د ملا امام په ګډون يې ١٥ تنه ټپيان کړي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې دغه چاودنه نن شاوخوا يوه بجه د کارته مجاهد په جامع مسجد کې شوې ده.
د سمنګان د ولايتي روغتون یوه ډاکټر عبدالهادي محمدي ویلي، چې پېښې له ځایه ١٥ ټپيان وروړل شوي دي.
د ايبک ښار د لومړۍ حوزې امر هم پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې په دې چاودنه کې ۱۵ تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې ماين د ملا امام تر څوکۍ لاندې ځاى پرځاى شوى و چې چاودنه يې کړې ده.
د نوموړي په وينا، ددې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي. ددې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.