سمير علي خان په هاليووډ او باليووډ کې افغان ستوری

ژباړه: بختیار ساحل

د سمير علي خان په نوم افغان ستوری ، د نړۍ په سينما کې ځليږي .
نوموړی د سياسي علومو د زده کړې په موخه له هېواده بهر تللی و ، چې په یاده برخه کې يې د زده کړو تر بشپړولو وروسته د خپلې مينې او علاقې پر اساس په لنډه موده کې د هاليووډ او باليووډ د يوه مهم ستوري په توګه را څرګند شو . هغه افتخار کوي ، چې افغان دی او غواړي ، چې په هر موقف او هر ځای کې د خپل هېواد استازولي وکړي . نوموړي له يوې رسنۍ سره مرکه کړې ، چې پښتو ژباړه يې پر تاسې لولو :
پوښتنه : په پيل کې مو د ځان په اړه معلومات راکړئ ؟
ځواب : سمير علي خان يم د افغانستان په غزني ولايت کې پيدا شوی یم ، ۹ کاله وړاندې د سياسي علومو د زده کړې په موخه د هندوستان پونه پوهنتون ته لاړم ، چې په یاده برخه کې مې خپلې زده کړې بشپړې کړې . تر هغې بعد د ممبي په ښار کې مې د هنري زده کړو په انستيتوت ( کيشور نميت کپور اکټينګ انستيتوت ) کې ، چې د هاليووډ سينما مهم انستيتوت دی خپل هنري فعاليتونه پيل کړل . په دغه انستيتوت کې هرتيک روشن ، پريانکا چوپړا ، او نورو مشهورو هنر مندانو هم زده کړې کړي دي .
پوښتنه : د کوم دليل پر اساس مو سياست پرېښود او سينما ته لاړئ ؟
ځواب : له سينما سره مې له اوله مينه درلوده ، لیکن کورنۍ مې غوښتل زه اول درس ووایم ، دغه راز له سياسي علومو سره مې هم مينه درلوده ، چې د درسونو تر بشپړولو وروسته سينما ته راغلم .
پوښتنه : ويل کېږي ، چې په دې لنډه موده کې دې د هاليووډ او باليووډ په سينماګانو کې کار کړی دی که په دې اړه معلومات راکړې ؟
ځواب : په لومړي ځل مې کرش تري فلم کې له هرتيک روشن سره د ( هنت من ) په نوم کار وکړ ، چې په يوه کال کې يې شوټينګ ترسره شو ، د هغه رول ترسره کولو لپاره ۶۵ هنرمندان نامزدان وه لیکن زه په کې بریالی شوم او ومې کړای شول ، چې دا رول په سمه توګه ترسره کړم . د دغه فلم اکشن ماسټر د چين هېواد و او کله چې راکش روشن زه ولېدم نو دې نقش ته يې غوره کړم .
دوهم فلم مې ( هپي نيو ير ) نوميږي ، چې له مشهور ستوري شاه رخ خان سره په کې لوبېدلی یم ، چې څو ورځې وړاندې نشر شو ، په دغه فلم کې له شاه رخ خان سره تر خبرو وروسته هغه زه انتخاب کړ م.
بل فلم چې په نېږدې راتلونکي کې به نشر شي ( رنفير ده مارشال ) نوميږي او په دې فلم کې مې منفي رول په غاړه اخستی ، چې د مصري ( ګلادیاتور ) رول په کې زما په غاړه دی .او په هاليووډ کې مې يو انګليسي فلم کې ، چې Rock The Kasbah نوميږي کار کړی ، چې يو ستر فلم دی ، چې له ماسره په دې فلم کې د باليوډ دوه مشهور ستوري بروس ويليس او بيل مُري هم يو ځای دي . د دې فلم داستان د افغانستان په هکله دی او خوښ يم ، چې هغوی يو مثبت فلم جوړ کړی دی او يو بل فلم دی د God is Dead په نوم په هغه کې مې هم کار کړی دی .
پوښتنه : د شخصي ژوند په اړه مو معلومات راکړئ ؟
ځواب : تر اوسه مې واده نه دی کړی ، ځکه ذمينه نه ده برابره شوې ، تر اوسه مې په دې هکله فکر نه دی کړی شاید اوس وختي وي .
پوښتنه : د افغانستان د سينما په هکله مو نظر څه دی ؟
ځواب : خلک بايد سينما ته په جدي سترګه وګوري او پانګه اچونه پرې وکړي . سينما يو سخت کار دی چې يو روزنيز مرکز ته هم اړتيا لري او باید تاسيس شي . د افغانستان په سینما کې بيناد ډېر مهم دی چې اوس نشته . که د افغانستان په سينما پانګه اچونه وشي او رسنۍ هم ورته پاملرنه وکړي ، نو ډېر ژر به دغه هنر و غوړيږي ، که دا کار ونه شي نو ګرانه به وي .
پوښتنه : ستاسې په اند د افغانستان سينما په ورستيو لسو کلونو کې رشد کړی ؟
ځواب : زما تاکيد دا دی تر هغې چې بنياد کېنښودل شي نو رشد اسانه نه دی او انفرادي کارونو ته رشد نه شو ویلای ، لیکن کوم فلمونه چې په کمو امکاناتو په افغانستان کې جوړ شوي له مثبه اړخه ورته ګورم .
پوښتنه : تاسو تېر کال د افغانستان په يوه تلويزون کې ،ويلي و چې په يوې خپرونې کار کوۍ ، چې هندۍ ستوري افغانستان ته راشي په دې هکله لږ معلومات راکړه ؟

جواب : هغه زما يو شخصي هدف و ، ما غوښتل د افغانستان په هکله د نړۍ منفي فکر بدل کړم او غوښتل مې هندي ستوري افغانستان ته راشي ، بهر ماته د افغان په نوم سترې ستونزې وې چا راته کار نه راکاوه ، دوستي يې راسره نه کوله ، غوښتل مې دغه ستونزې حل شي .
پوښتنه : په پلان کې لرې ، چې په افغانستان کې کوم فلم يا کمپنۍ جوړه کړې ؟
ځواب : په پلان کې لرم ، خو يو داسې فلم به جوړوم چې په په نړۍ کې پرې حساب وشي . دوه کاله کېږي چې د يوه فلم پر داستان کار کوم . که خدای غوښتي وي له هنده به افغانستان ته يو تخنيکي ټيم ځان سره بوزم او ټول شوټينګ به هم له افغاني هنرمندانو سره کوم ، داپلان به د وقت په مساعدېدو سره ترسره کېږي .
پوښتنه : د افغانستان د ښځينه يا نارينه هنرمندانو کار ستاسې خوښ دی ؟
جواب : زما يو شمېر دوستان شته چې د افغانستان سينما ته يې تکليف کړی ، زه په يو شي باور لرم ، چې د افغانستان په سينما کې بې حده استعدادونه موجود دي ، که يو افغان د هاليوو او باليووډ په فلمونه کې کار کولای شي ، کولای شي د افغانستان لپاره هم ښه فلمونه جوړ کړي .
پوښتنه : د افغانستان سينماګرانو ته مو پيغام څه دی ؟
ځواب : که چېرې په افغانستان کې يوه هنرمند ته د کار کولو ذمينه مساعده نه وي ، نو هغه دې لږ تر لږه تشويق کړي ، ځکه سلمان خان او شاه رخ خان د افغانانو تشويق ته اړتيا نه لري ، خو يو افغان هنرمند يې لري .