سنجي دتت: اوس سپین ږیری یم؛ د پوهنتون مخکې نه ګډیږم

د هندي سینما وتلی ستوری سنجي دت، چې کابو زیات کلونه وروسته يې تازه فلم (بهومي) د سینما په پرده خپریږي، په دریو خانانو او یو شمیر نورو سینمايي ستورو انتقادونه وکړل.

سنجي دت وايي، چې په هندي سینما کې اداکاران د عمر په زیاتیدو سره خپل رول نه بدلوي. دده اشاره شارخ خان، سلمان خان، عامرخان، اجي دیګون او اکشي کومار ته وه.

نوموړي زیاته کړه، چې دده ویښته زندان ورسپین کړي او زیاتي اوس د ونو تر شاه او د پوهنتون تر مخ ګډیدلای نشي.

سنجي دت وايي، چې دې د خپل عمر سره سم رول مخ ته وړي.

د یادونې ده، چې بهومي فلم چې د د سپمتبر په ۲۲ مه خپور شو، سنجي دت پکې د پلار رول لوبولی. ادیتی رای په فلم کې د نوموړي لور ده.

فلم په لومړۍ ورځ ښه بازار وکړ او تر دوه کروړه زیاتې پیسې يې وګټلې.