سندرغاړې شهزادي ګل هم له پېښوره کابل ته د (افغانستان غوره ليګ) ليدو ته راغلې

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې شهزادي ګل هم له پېښوره کابل ته راغلې ده او د افغانستان غوره ليګ فوټبال سياليو په کنسرټ کې يې ګډون کړى و.

نوموړې اوس هم په کابل کې ده او د بي بي سي پښتو سره په خپله يوه مرکه کې وايي، چې د کنسرټ نه وروسته اوس د فوټبال لوبې ته ناسته ده او له دې لوبې څخه خوند اخلي.

هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې غواړي په افغانستان کې خلک وګوري، ځايونه وګوري، خپل مينه وال وګوري. هغه وايي چې د فوټبال لوبه ګوري او کوم ځوانان چې ښه لوبه وکړي نو هغوى به مخکې هم ځي.

شهزادي ګل وايي، چې دوه درې ورځې يې کېږي چې افغانستان ته راغلې ده او د لوبې ليدو ته به هم راځي، هغه نورو نجونو ته هم وايي چې لوبو ته دې ورشي او له نږدې څخه دې لوبې وګوري.

هغه وايي، چې په پاکستان کې هم ډېرې نجونې شته چې لوبې کوي او هيله مې دا ده چې په افغانستان کې هم نجونې لوبې وکړي. هغه وايي کله چې ريکارډنګ نه لري او وزګاره وي، نو د فوټبال لوبه کوي.

شهزادي ګل وايي چې د افغانستان لپاره يې ډېرې سندرې ويلي دي او اوس غواړي چې د لوبډلو لپاره هم سندرې ووايي.

د يادولو وړ ده چې په کابل کې د (افغانستان غوره ليګ) فوټبال سيالۍ څو ورځې وړاندې پيل شوې دي، چې دا سيالۍ ډېر مينه وال لري. د دې سياليو د پرانيستې لپاره ډېر مشهور سندرغاړي راغوښتل شوي و، چې يوه هم پکې شهزادي ګل وه.

 

شهزادي ګل چې څو کاله يې کېږي، پښتو موسيقۍ ته يې مخه کړې ده، ځينې سندرې يې ډېرې مشهورې شوې دي، چې (ګل زموږ کابل)، (مرور مه ګرځه)، (زه دې ياره نه يم)، (نور مه ږده خالونه) او (يار مسافر په بل وطن دى) پکې شاملې دي.

کاپي هنرستان….