سنرایزرس ډهلي ته په ماتې ورکولو سره لمړی مقام خپل کړ

د هندوستان د بهترین او زړه راښکونکي لیګ (ای پي ایل)  د ۱۲ سم پړاو په ۱۶ سمه لوبه کې د سنریزرس حیدرباد او د ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه چي پکې سنرایزرس لوبډله د بهترینې توپ وهنې، توپ اچوونې او توپ نیونې سره بریا ته ګامونه ګړندي کړل.

سنرایزرس هغه بختوره لوبډله ده چي دوه مخکښه افغان ستوري محمد نبي، او خان راشد خان پکې د بریا تر څوکې خپله لوبډله رسولې ده، دا ځل د لیګ په ۱۶ سمه لوبه کې یې هم خپلې لوبډلې ته بریا ور په برخه کړه.

د لیګ په ۱۶ سمه لوبه کې د لوبې پچه سنرایزرس حیدرباد لوبډلې وګټله، خو د توپ وهني لپاره یې بلنه ډهلي لوبډلې ته ورکړه، ډهلي لوبډلې په خپلو ۲۰ اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو سنرایزر ته یې بیا د ۱۳۰ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د ډهلي لپاره د پیلوونکو لوبغاړو د هڅې رسۍ لنډه سوه، او ملګرتیا یې د اوږده هدف لپاره د سنرایزرس بونیشوار کُمار ختمه کړه ، ډهلي ته په توپ وهنه کې شیریاس اییر ۴۳، اشکر پټېل ۲۳، موریس ۱۷، او شکردهون بیا ۱۲ منډې وکړې.

د سنرایزرس په ګټه بیا افغان محمد نبي، کمار، سیدرات کاول دوه – دوه ، راشد خان او سنډیپ شرما بیا یوه – یوه ویکټ تر لاسه کړه.

د لوبې په دوهمه برخه کې د سنرایزر د بریا خوبونه رښتیا شول، ځکه پوهېده چي د ډهلي دې کمکي هدف ته ځان په اسانۍ رسولای سي، سنرایزر په ۱۹ سم اور کې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو د محمد نبي په ورستۍ شپږیزې سره یې ټاکلي هدف ته یې ځان ورساوه.

سنرایزرس ته بهترینه لوبه بریسټو او افغان محمد نبي وکړه، بریسټو په ۲۸ توپونو د ۹ څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۴۸ منډې وکړې، خو افغان محمد نبي بیا په ۹ توپونو د ۲ څلوریزو او یوې شپږې په ترسره کولو سره ۱۷ چټکې منډې ورکړې.

ډهلي ته بیا په توپ وهنه کي رباډا ، مېچل لمېچن، او پټېل یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو لوبه یې بیا سنرایزر لوبډلې ته بایلوده.

سنرایزرس ددې لوبي په ګټلو سره د سږني غوره لیګ لمړي ځای تردمګړی خپل کړی دی، په دې سره د لوبو په جدول کي لمړی سنرایزرس ، دوهم پنجاب، دریم چینای، څلورم کلکته، پنځم ډهلي، شپږم ممبۍ، اووم راجستان، او په ورستي اتم مقام کي بیا رویال چلنجر ځای لري.

د یادونې ده چي ددې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ جونیو بریسټیو ته ورکول سوه، نوموړي ۴۸ منډې وکړې، د بریسټیو سره څنګ کي افغان ستوري محمد نبي ته بیا د لوبي د تغیر کوونکي لوبغاړي ډالۍ ورکړل شوه؛ دې افغان ستوري په توپ اچوونکي په خپلو څلورو اورونو کي ۲۱ منډې ورکړې او په بدل کې یې دوې بهتریني ویکټي یې ترلاسه کړې، نبي توپ وهنه کې بیا د خپلي لوبډلي لپاره ۱۷ چټکې منډې هم وکړې.

راپور: عبدالولي عمري