هندي الاصله کاناډايۍ اداکاره سني لیوون، چې په بالیووډ کې مخکې روانه ده، وايي، چې لور سره بیحده خوشاله ده.
سني لیون او خاوند يې د نیشا په نوم تیر جولای میاشت یو کوچنۍ ماشومه چې شاوخوا ۳ کاله عمر لري، د خپلې لور په توګه واخیستله.
سني وايي، چې دې د خپلې لور سره خوشاله ده او د هغې ورکول ورته د خدای کرم و.
نوموړې زیاتوي، چې خپلې لور ته به هر څه ورزده کړي او د دنیا هر څپک ځمکه به وروښيي.
سني لیون له هغې وروسته، چې بالیووډ ته راغلې، زیات مینوال يې موندلي دي.