د هندي سېنما ښايسته فلمي ستورې سني لېون چې تر فلم په بېباکيو ډېره مشهوره ده، اوس يې تازه يوې نوې وېډيو د خلکو مجسلونه تاوده کړي دي.
سنيلېون پر ټویټر خپله یوه وېډیو خپره کړې چې پهکې یې د نارینه په څېر ځان جوړ کړی او په یوه راډیو کې د خبریال دنده مخ ته وړي.
د دې وېډیو له خپرېدو وروسته اوس په ټولنیزو رسنیو کې دا خبرونه هم ګرم دي چې سنيلېون نه یوازې دا چې په بېباکه فلمونو جوړولو کې ډېره تکړه ده، بلکې د تمثیل په نورو برخو کې یې هم مالګه کمه نه ده.
دا مهال سنيلېون په تیرا انتظار فلم کې له ارباز خان سره په کار کولو بوخته ده چې ټاکل شوې ده د نومبر په ۲۴ مه به نندارې ته وړاندې شي.