سنیل شیټي د فلم جوړونکو نه ګیله وکړه

د بالي فلمونو مشهور اداکار سنیل شیټي وايي، چې نن سبا کوم فلم جوړونکی ماسره د ۵۰ کروړه روپو فلم نه جوړوي، خو له اکشی کمار سره د ۵۰۰ کروړو فلم جوړولو ته هم تیار دي.

 

سنیل شیټي چې بالي ووډ کې يې درې لسیزې د ایکشن هیرو په توګه کار وکړ، د بارډر، کانټی، مهرا، هیرا پهیري تو اواره پاګل دیوانه په څېر کامیابو فلمونو کې يې کار کړی دی.

 

نوموړی وايي، زه فکر کوم چې انډسټري توس ډېره بدله شوې ده، خو زه خپل کار نه مطمین یم، زما مشکل دا دی چې هر کردار نه کوم، بلکې د ځان لپاره کردار تر ډېر فکر وروسته انتخابوم.

 

سنیل شیټي وايي چې زه د ځوانو اداکارانو ټایګر شروف او ایوشمان کهرانه په شان هر چا سره کار نه شم کړلی، زه ځانګړو پروډکشنو ته اهمیت ورکوم او دا ماته ډېره مهمه ده چې زما د فلم ډایریکټر څوک دی.

 

نوموړي د دواړو اداکارانو ستاینه هم وکړه او مشوره يې ورکړه چې په سینما کې دې ځانګړی مقام جوړ کړي، هغه وویل چې باید نوې تجربې وکړي او سلمان خان، اجی دېوګن او اکشی کمار ته وګوري، چې په استعداد يې دې ځای ته ځان رسولی دی.

 

سنیل شیټي وايي چې اوس هر څوک یوازې باکس افس ته ګوري، اوس داسې وخت دی چې ماسره څوک د پنځوس کروړه فلم جوړولو ته زړه نه ښه کوي خو له اکشی کمار سره د پنځه سوه کروړو قلم جوړولو ته هم تیار دي.

کاپي…