وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي دي، چې له مخې یې د امریکا کانګرس د دغه هیواد دفاع وزارت ته اجازه ورکړې ده؛ څو سږ کال طالبانو سره د خبرو لوژستیکي ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ولګوي.
قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي، د یو شمېر رسنیو هغه خبر خبر رد کړی، چې د امریکا کانګرس د طالبانو د مرکچیانو د لوژستیکي لګښتونو لپاره بودیجه منظور کړې ده.
نوموړي پرخپله ټوېټر پاڼه زیاته کړې، که امریکا د خپل ټیم د مصارفو لپاره داسې کوم څه کړي وي، هغه د هغوی خپل کار دی او په خبره یې په دوی پورې تړاو نلري.