سهیل شاهین وایي که بندیان خوشې شي، د مارچ په لسمه بېن الافغاني خبرې پېلوي

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، که امریکا سره د سولې د تړون پر مادو عمل وشي او بندیان خوشې شي؛ نو د راروانې سه شنبې په ورځ د مارچ په لسمه نېټه بین الافغاني خبرو ته تیار دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو اجنډا او مذاکراتي ټیم چمتو دی، شاهین په خبره دوی د توافقنامې مطابق مخکې ځي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او د سولې بین الافغاني خبرو په اړه ورسره غږېدلی. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې تر تړون وروسته به امریکایي ځواکونه خپل هېواد ته ستنېږي او دغه اوږده جګړه به پای ته رسوي.