چهارشنبه , 15 مې 2024

سهیل شاهین : کله چې امریکایي عسکر وځي، بیا به بین الافغاني خبرې پیلوي

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له افغان حکومت سره خبرې کول، د ټولو امریکایي ځواکونو په وتلو پورې مشروطې کړې.

طالبانو یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د ټولو امریکایي ځواکونو په وتلو پورې وتړلې؛ هغه په ټویټ کې لیکلي، چې کله د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله حل شوه، بیا به په بین الافغاني خبرو کې ټول افغاني لوري شامل وي.

سهېل شاهین وروسته له هغې دا ټویټ وکړ، چې ځېنو سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره اوربند نه کوي؛ بلکې له امریکایي لوري سره اوربند اعلانوي.

د راپورونو له مخې زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي استازو سره په نوو لیدنو کې هغوی سره د سولې په هوکړه لیک خبرې کړي دي.