سوال کوم الله ته لاس مې هم پورته نیولی دی

 

ته یې په ژړا کړې چې افغان چا ژړولی دی

 

هره ورځ یې وینم دلته کور په کور ویرونه دي

خواره مورکۍ ژاړي چایې بیا او لاد وژلی دی

 

خدایه رحم وکړې زموږ حال خو تالیدلی دی

ته یې په ژړا کړې چې افغان چا ژړولی دی

 

نور نو امن غواړو د جنګونو نه نفرت لرو

ښکلی مو هېواد دی مونږه یو ملي وحدت لرو

 

راشی ای مشرانو د اوطن مو سوځېدلی دی

ته یې په ژړا کړې چې افغان چا ژړولی دی

 

یو موټی یو لاس شئ چې وطن مو خدای ودان کړي نور

زړه کې مو ارمان دی چې پوره مو خدای ارمان کړي نور

 

ژاړي قلندر دی حالت ته فکر وړی دی

ته یې په ژړا کړې چې افغان چا ژړولی دی

شاعر: سمیع الله قلندر