سوریه: رجب، طیب او اردوګان په یوه چاودنه کې وژل شوي

هغه درې ماشومان چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوګان په نوم نومول شوي وه، په سوریه کې په یوه چاودنه کې پر یوه ځای ووژل شول.

د سوریې او ترکیې خبري سرچینو خبر ورکړی چې درې سره وروڼه د سوریې د ادلب ولایت په جنوبي برخه کې هغه مهال ووژل شول کله چې د روسي بمبار څخه پاته شوی یو ناچاودېدلی بم باندي وچاودېد. په پېښه کې یو بل ماشوم هم وژل شوی دی.

د رجب، طیب او اردوګان په نامه دغه ماشومان په کال ۲۰۱۲ کې هغه مهال پيدا شوي وه، کله چې یې مور او پلار په ترکیه کې د مهاجرینو په یوه کیمپ کې استوګن وه.

د دوی د زیږېدنې په ورځ د ترکیې ولسمشر د خپلې میرمني سره کیمپ ته ورغلی وو، چې د ۳ غبرګولي ماشومان په زیږېدنه خبر شوی وو او بیا د هغوی خیمې ته ورغلی وو. چې له امله یې مور او پلار پر خپلو ماشومانو د اردوګان پوره نوم پر درو سره وویشی، او په دې توګه رجب ، طیب او اردوګان د رسنیو سرټکي وګرځېدل. خو ۳ سره ماشومان لکه یو ځای چې زیږېدلې وه، یو ځای ووژل شول او یو ځل بیا د رسنیو د سرټکي وګرځېدل.