سوریه: هوايي بمباریو کې ۵۰ تنه وژل شوي

راپورونه وايي، سوریه کې پر روغتونونو او ښوونځیو بمباریو له امله ۵۰ تنه وژل شوي.

ویل کیږي یو برید د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون شوی چې په کې ۷ تنه وژل شوي او ۸ نور نادرکه دي.

په حلب کې هم د ماشومانو پر روغتون او ښوونځي هم بریدونو مرګ ژوبله اړولې.

په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي روسیې جنګي الوتکو پر دې روغتون بمباري کړې.

همدارنګه په ځینو نورو روغتونونو او ښوونځیو هم بریدونه شوي، چې دا مرګ ژوبله یې اړولې.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالانو دا بریدونه غندلي دي او له ټولو خواوو یې غوښتنه کړې چې ولسي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.