سوریه کې د هوایي بریدونو له امله ۱۹ ملکیان وژل شوي

د عربي رسنیو د راپورونو په اساس د سوریې په مختلفو برخو کې د دغه هېواد رژیم او د روسیې هوایي ځواکونو بمبار کړی، چې له امله یې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

عرب نیوز د یو راپور له مخې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې اته ماشومان هم شامل دي.

همدا رنګه د فرانسې خبري اژانس له مخې ویل شوي، چې د یو ماشوم په ګډون څلور ملکیان د سوریې په جنوب البرا کلي کې، د یو بل ماشوم په ګدون دوه ملکیان په جبل زاویه کې، د درې نورو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي بلیان کلي کي او همدا رنګه د درې ماشومانو په شمول پنځه ملکیان ابادیته کلي کي د هوایي بریدونو له امله، چې روسي هوایي ځواکونو کړي، وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېواد ادلب تر څنګ نورو ښارونو کې هم امنیتي وضعیت ښه نه دی او د راپورونو په اساس د تېرې اپرېل میاشتې را پدېخوا، ګڼو کسانو ته د مرګ  ژوبلې اوښتو تر څنګ سلګونه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي.

همدا رنګه ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو عملیاتو او هوایي بریدونو له امله یې ژوند هر وخت تر ګواښ لاندې وي.