سوریه کې د هوایي بمبار له امله تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي

د یاد هېواد په شمال لوېدیځ کې د هوایي بریدونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو د سوریې په شمال لوېدیځ کې د روسي او ترکیې هوایي ځواکونو بمبار له امله ملکي خلکو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې سوریه کې د یادو هوایي بریدونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د سوریې ملکي دفاع ، چې د سپینو هیلمټونو په نوم هم پیژندل کېږي، ویلي دي، چې هوایي ځواکونو د سوریې ادلیب ولایت النعمان ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کلي په نښه کړل او خلکو ته یې مرګ ـ ژوبله واړوله.

د سرچېنې په وینا، نهه ملکي کسان تل منیس، شپږ بیدامه، پنځه ماسران، یو الکنایس اویو بل په مار شمشا سیمه کې د یادو بریدونو له امله وژل شوي دي.

د سوریې استوګن له ډېر اوږدې مودي راهیسي په دغه هېواد کې د جنګ او جګړو له امله په ارام شوي نه دي، چې د راپورونو په اساس ډېری وخت دغلته د بهرنیو ځواکونو له لوري ملکي خلکو ته مرګ ـ ژوبله اوړي او ژوند یې خوندي نه دي.