سوریه کې موټر بم چاودنې لسګونه کسانوته مرګ ژوبله اړولې

د سوریې په دیر الزور ښار کې موټر بم چاودنې لسګونه ملکي وګړي وژلي دي.

د المیادین تلویزیوني شبکې د را پور له مخې دغه چاودنه د ملکي خلکو د ګڼې ګوڼې څخه په ډک ځای کې شوې ده، له سلو زیات کسان یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

حکومتي چارواکو  پړه پر داعش ډلې ور اچولې ده. عیني شاهدان وایي چاودنه درنه وه او د دیر الزور ښار په ټولو سیمو کې یې غږ اورېدل شوی دی. دیر الزور هغه ښار دی چې څو ورځې مخکې سوري ځواکونو له داعش ډلی نیولی دی.