سوریه کې ځانمرګي ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په سوریه هیوادکې ځانمرګي برید  ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې د بشر حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د یاد هیواد جنوب کې د ارد له پولې سره د یوه ځانمرګي برید له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي او ۱۲ تنه ټپیان دي.

ویل کیږي چې ځانمرګي په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د جیش الاسلام په نامه د سوریې بشار اسد دولت ضد ډلې له یوه مرکز سره وچاودل چې له امله یې یاده مرګ ژوبله پېښه شوه.