سوریه کې یو ځل بیا نښتو زور اخیستی

په سوریه کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې، په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د شنبې په ورځ جهادي ډلو او یاغیانو د حما ولایت په څنډو کې پر حکومتي ځواکونو تازه بریدونه کړي دي.

دې ډلې ویلي چې یاغیانو پر حکومتي ځواکونو لسګونه توغندي ویشي او د چاودېدونکو موادو یو بار موټر سره یې پر حکومتي ځواکونو ځانمرګی برید کړی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د شنبې د ورځې په نښتو کې د سوریې د حکومت ۳۷ سرتېري او ۲۸ یاغیان وژل شوي دي.

په وروستیو څو ورځو کې د سوریې د حما ایالت کلیوالي سیمې چې په تېر سپټمبر کې د رامنځته شوي غیر پوځي زون برخې دي، د دواړو خواوو ترمنځ د تودو جکړو شاهدې دي.

دبهرنیو رسنیو د معلوماتو په اساس، د پنجشنبې په ورځ له القاعده شبکې سره تړلې د هیئت التحریر شام په نوم جهادي ډله د ترکیې له متحدو یاغیانو سره په سیمه کې پر حکومتي ځواکونو د لویې حملې لپاره یوځای شوه او له هغې را وروسته یې یو څه سیمې نیولي دي.

راپور زیاتوي، د دوی په ځواب کې د سوریې حکومتي ځواکونو او روسي متحدانو یې په حما او ادلیب ولایتونو کې د یاغیانو پر سیمو هوايي ګوزارونه کړي.

دا دواړه ولایتونه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو وروستي پاخه سنګرونه ګڼل کېږي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي، حکومتي ځواکونو د حما په کلیوالي سیمو کې د یاغیانو برید په شا تمبولی او هغوی ته یې په نامعلوم شمېر مرګ ژوبله اړولې ده.

سانا او د سوریې د څار ډلې دواړو راپور ورکړی چې د حما په شېزار ښارګوټي کې د شنبې په ورځ د یاغیانو د یوه توغندي لګېدو یو ملکي کس وژلی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، درې تنه نور ملکیان پر ادلیب د حکومت په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.