سوریه کې ۶ ایراني پوځیان ووژل شول

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په سوریه کې د وژل شویو ۶ تنه ایراني پوځیانو مړي تیره ورځ د پوځي الوتکو په مرسته ددې هېواد قم ښار ته انتقال شوي دي.

د ایران نیمه رسمي خبري آژانس د راپور په اساس دغه ډله ایراني پوځیان چې په سوریه کې د حکومت مخالفو وسله والو په مخامخ برید کې وژل شوي وو، جنازې یې پرون د چهارشنبې په ورځ د قم ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوې.

ایران په سوریه کې د بشار الاسد رژیم سیاسي او پوځي ملاتړ کوي او په همدې موخه یې دغه هېواد ته لسګونه زره پوځیان او نیمه ملیشه ځواکونه استولي دي، چې وخت ناوخته د حکومت مخالفو وسله والو په بریدونو کې ګڼ شمېر ایراني پوځیان مړه او ټپيان کیږي.

د ایران د حکومت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه د سوریې په جګړه کې ۲۲۰۰ تنه ایراني پوځیان وژل شوي دي، خو غیر رسمي سرچینې بیا د وژل شویو ایراني پوځیانو شمېره څوچنده زیاته اعلانوي.

ددې ترڅنګ ایران یو شمېر افغان او پاکستاني شیعه ګان هم په دې تمه د سوریې جګړې ته استوي چې د ایران تابعیت ورکوي، خو له دغو کسانو څخه لږ شمېر په مات ګوډ حالت کې بیرته ایران ته ستنیږي او زیات شمېر یې د جګړې په ډګرونو کې وژل کیږي.