د سوریې رژیم د اسراییلو لخوا په نوموړي هیواد کې د هوايي بریدونو د ترسره کولو په اړه سخت غبرګون وښود. د اسد رژیم اسراییلو ته ګواښ کړی دی چې په راتلوونکي کې په سوریه کې د هر ډول هوايي برید په صورت کې به پرې د سکاټ توغندیو بریدونه وکړي.
د ویلو ده چې یوڅه موده مخکې د اسراییلو جنګي الوتکو د سوریې د پالمیرا تاریخي ښار ترڅنګ د اسد د رژیم تر کنټرول لاندې په سیمو هوايي بریدونه وکړل چې په مقابل کې د اسد رژیم د اسراییلو یوه جنګي الوتکه وویشتله.
د اسراییلو د دفاع وزیر بیا ددې پیښې نه وروسته سوریه په پراخو بریدونو ګواښلې وه.
د اسد رژیم د اسراییلو لخوا په سوریه کې د حزب الله په پټنځایونو د بریدونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ. د اسد رژیم اسراییلو ته ګواښ کړی دی چې په راتلوونکې کې د ورته بریدونو په صورت کې به د اسراییلو د حافیه په بندر او پطروکیمیا په فابریکې د توغندیو بریدونه وکړي.
د بله پلوه یو تن ایراني چارواکي چې نه يي غوښتل نوم واخیستل شي یوه ډیره مهمه ادعا کړې ده . ایراني چارواکي ویلي دي چې روسیې په ایران د پلورولو اس ۳۰۰ ډوله دفاعي توغندیو شفرونه او پټ کودونه په اسراییلو پلورلي دي.
نوموړي ویلي دي چې اسراییلو د روسیې لخوا پر د پلورل شوو شفرونو او پټو کودونو نه په ګټې پورته کولو سره په سوریې هوايي بریدونه کړي دي. د سوریې دفاعي هوايي سیستم د همدې امله د اسراییلو مخه نیولې نده. هغه ویلي دي چې اسراییلي انجینیرانو د نوموړو شفرونو او پټو کودونو نه په استفادې سره خپلې جنګې الوتکې د سوریې هوايي دفاعي سیستم ته د دوستو الوتکو په توګه معرفي کړي دي. د همدې امله دفاعي توغندیو د اسراییلو د جنګي الوتکو په مقابل کې هیڅډول عکس العمل ندی ښودلی .
اس ۳۰۰ دفاعي هوايي توغندي د روسیې لخوا جوړ شوي پرمختللي توغندي دي او په سوریه کې ځای په ځای شوي دي. دا سیستم د بل هیواد نه په سوریې هوايي بریدونه او د توغندیو بریدونه سمدلاسه شنډوي. الوتکې له منځه وړي.