سوله غواړو

جنګونه ، نه غواړو اوسوله غواړو

موږ خپل وطن کې روغه جوړه غواړو

 

خيرکه موژبې بېلې زړونه يو دي

زموږ سوچونه ارمانونه يودي

 

موږ اتحاد او اتفاق غواړو

مونګه دسولې يو اوازغواړو

 

خيرکه ناپوهه شته پوهان هم لرو

مونګه دسولې اتلان هم لرو

 

ورور مې ټوپک کېښود قلم راخلي

په لورد سولې نورقدم راخلي

 

بيابه رباب،منګى،ستارپيداشي

ګودر پيدا به شي هم يارپيداشي

 

رباب د سولې به بيا وترنګيږي

دښمنان ټول به مې بيا وکړېږي

 

سپرلى به راشي خود سولې سپرلى

په خوږ وطن دروغې جوړې سپرلى

 

خوږياڼي چيغه کړه په زوره يې وايي

نور خو شعرونه تل دسولې وايي