سولې ته د هېلو څرک

افغانان له شاوخوا دوو لسییزو خونړۍ جګړې وروسته، اوس په ذهنونو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د یوه لنډ مهاله اوربند له لارې په هېواد کې د تلپاتې سولې او آرامښت هیلې پالي. د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند، په بې سارې کچه د ولسونو لخوا استقبال شو. دا لومړنی ځل دی چې وسله والو طالبانو حد اقل د افغان حکومت لخوا د اوربند له اعلان څخه هر کلی وکړ. ښايي تر دې وړاندې هم ورته وړاندیز شوي وي خو دا په خپل ډول کې بې ساری اقدام دی چې د ملي یووالي حکومت يي نوښت کوي. وسله والو طالبانو ته د وړاندیز څه نوې خبره نه ده بلکې له شاوخوا یوې نیمې لسییزې راهیسې د سولې خبرو ته رابلل کیږي خو دې وړاندیزونو تر ډېره  منفي ځواب ترلاسه کړی. ښايي په دې دلیل چې حکومت له افغاني طالبانو سره د روغې جوړې او د سولې خبرو لپآره پاک نیت او اراده نلري او حکومت د سولې په پرېکړو کې خپلواک نه دی.

آيا په ریښتیا حکومت د سولې کلکه اراده لري؟

د یوې ټولنې پرمختګ، د خلکو هوساینه او اقتصادي وده له امنیت او  ثبات څخه پرته یوازې د یوې مفکورې په چوکاټ کې ایساره پاتې کېږي. محمد اشرف غني د هېواد د پرمختګ او اقتصادي ودې اړتیا ته په کتو له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته لومړیتوب ورکړ. د حزب اسلامي  له مشر ګلبدین حکمتیار سره د فغان حکومت په مشرۍ د روغې جوړې خبرو بریالي کېدل، سولې ته د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ ژمنتیا په ډاګه کړه. سر له دې هم له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په برخه کې شکونه او بې باورۍ موجودې وې چې همدا بې باورۍ د سولې مذاکراتو پر وړاندې اصلي خنډ بلل کېدا.

که څه هم د حکومت لخوا له تېرو دریو کلونو راهیسې د سولې لپاره یو اړخیز غږ پورته کیږي خو دا غږ تل په هېواد کې د نظام پر وړاندې د جنګېدونکو وسله والو ډلو لخوا رد شوی. ښايي دلیل يي دا وي چې وسله والې ډلې له افغان حکومت سره د خبرو واک ونه لري، یا په بل اړخ کې ځینې کړۍ د دغو هڅو د بريالي کېدو مخنیوي کوي. دا دواړه دلایل تر یوه حده ښايي حقیقت ولري خو تر ټولو لوی حقیقت دا دی چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو پر ضد د ټول هېواد په کچه د جګړییزو عملیاتو د ځنډېدو پرېکړې، دا ډاډ رامنځ ته کړ چې د ملي یووالي حکومت د سولې په خبرو کې برلاسی دی او د یوه خپلواک نظام په توګه له جنګي ډلو سره د روغې جوړې توان او وړتیا لري.

دا باور نور هم هغه مهال پياوړی شو د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون ملګرو ملتونو او نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو د افغان حکومت په مشرۍ د سولې لپاره د افغان حکومت له دغه اقدام څخه ملاتړ څرګند کړ. په نړیوالو تعاملاتو کې د افغان حکومت  د ديپلماسۍ یو بل لوی نوښت د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحدو ایالتونو د باور جلب و چې په همدې لړ کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا سټراټيژۍ په سیمه کې اوضاع مثبت په ځانګړي ډول د سولې او ثبات لورې ته بدله کړې ده.

د سولې په لار کې  د اجماع رامنځ ته کول د ملي یووالي حکومت لخوا د پرمختګ یو بل ګام دی؛ د سولې په اړه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او د دې ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د افغانستان شاوخوا درې زره دیني عالماوو  د جنګ د دوام مذهبي توجیهات وننګول او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د روانې جګړې پرضد فتوا صادره شوه.

پایله

دې اقداماتو  په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام لپآره ټول هغه دلایل او پلمې ختمې کړې  چې وړاندې له دې به د وسله والو طالبانو لخوا وړاندې کېدې او په دې سره ښایي عامه ذهنیت نور هم بدل شي او پر افغاني طالبانو فشارونه ډېر شي چې له افغان حکومت سره د روغې جوړې مذاکراتو ته غاړه کېږدي او په افغانستان کې دا روانه جګړه پردۍ اعلان کړي.

سمیع عزیزي