سولې شورا:د حکومت له دخالت پرته د روانې لانجې حل ممکن نه‌ دى .

د سولې عالي شورا ټينګار کوي، چې د سولې په هر ډول مذاکرو کې بايد افغان حکومت دخيل وي.

سیاسي کارپوهان هم په دې ټینګار کوي، چې د سولې هر ډول مذاکراتو کې باید افغان حکومت ته ونډه ورکړل شي.

دوی وایي، که حکومت ته برخه ورنکړل شي؛ نو په افغانستان کې به اولس کلنې لاسته راوړنې او ډیموکراسي له ستونزو سره مخ شي.