سومي علي: سلمان خان راسره دوکه وکړه، ځکه مې باليووډ هم پرېښود

د باليووډ فلمونو پخوانۍ اداکاره، موډله او فلم جوړونکې سومي علي وايي، چې د هغې سره مشهور اداکار سلمان خان دوکه کړې وه، چې هغې له دې امله بالي ووډ هم پرېښود.

د معلوماتو له مخې، پاکستانۍ الاصله امريکايۍ اداکاره سومي علي چې د فلوريډا څخه هند ته په دې موخه تللې وه چې هلته د مشهور اداکار سلمان خان سره واده وکړي.

هغه په خپله مرکه کې وايي، چې سلمان خان ورسره دوکه وکړه، چې د هغې رشته هم ماته شوه او بيا يې له دې امله بالي ووډ هم پرېښود.

سومي علي وايي، چې که څه هم اوس يې ژوند ډېر مخکې تللى دى، خو د سلمان خان د دوکې له امله يې له هغه سره د پنځوو کلونو پورې خبرې نه وې کړې.

هغه وايي، زه خو هند ته د دې لپاره نه وم تللې چې فلمونو کې کار وکړم، زما هدف دا و چې سلمان خان سره واده وکړم او کله چې راسره هغه دوکه وکړه، نو بيا په هند کې پاتې کېدلو هېڅ معنا نه لرله.

د يادولو وړ ده چې سومي علي د ١٩٩٠ په لسيزه کې د بالي ووډ په يو شمېر فلمونو کې کار کړى و، چې په دغه وخت کې يې د سلمان خان سره د يارانې په اړه هم ډېر خبرونه خپرېدل.

کاپي…