سوناکشي سنها په نوي وېب سريال کې د پوليس افسرې کردار لوبوي

د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت، چې د مارچ په اتمه نېټه ده، د بالي ووډ مشهورې اداکارې سوناکشي سنها د خپل راتلونکي وېب سريال لومړنى عکس خپور کړ.

د دبنګ فلم اداکارې د دې نوي وېب سريال عکس په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى، چې دا به په امازون پرايم وېبپاڼه کې په انلاين بڼه خپور شي.

په دې وېب سريال کې نوموړې د يوې پوليس افسرې کردار لوبولى دى، چې له عکس نه يې ښکاره کېږي. په عکس کې هغه ليدل کېږي چې د اورګاډي پټلۍ کې د پوليس په يونيفورم کې ولاړه ده.

د خپل نوي وېب سريال دا لومړنى عکس هم هغې د ښځو په نړيواله ورځ خپور کړى دى او وايي، چې ښځې چې هر څه وغواړي، هغه ترسره کولاى شي.

د سوناکشي سنها د دې راتلونکي وېب سريال دا لومړنى عکس د هغې مينه والو ډېر خوښ کړى دى، تراوسه پورې ٢١٧ زره کسانو لايک کړى دى، خو نوموړې دا نه دي ويلي چې کله به دا خپور شي.

کاپي…