سوناکشي: ماته دوه فلمونو شهرت راکړ

د بالیووډ وتلې اداکاره سوناکشي سینا وايي، چې اوسنی شهرت او لاس ته راوړنې يې د دوو فلمونو – دبنګ او راډي راټور – له امله دي.

په سوناکشي د کتونکو انتقاد دا دی، چې ډیر کله د نارینه هیرو لرونکي فلمونو کې کار کوي.

خو نوموړې وايي، چې دی د دبنګ او راډي راټور فلمونو په جوړولو بیخي خوشاله ده. سوناکشي زیاتوي:

((اوس که زه (نور) فلمو جوړوم او که (اکیرا) فلم جوړوم، دا ټول د همدې دوو فلمونو برکت دی.))

نور او اکیرا فلمونو دواړو کې سوناکشي خپله ښځینه هیرو ده او د فلم نارینه هیرو نه لري.

د سوناکشي لومړی فلم دبنګ و، چې له سلمان خان سره يې په ۲۰۱۰ کال کې جوړ کړ. سوناکشي وايي، چې له سلمان خان نه منندویه ده، چې په دې يې باور وکړ او په فلم کې يې ځای ورکړ.

نوموړې وړاندې وايي، د سلمان خان برکت دی، چې دا نن دومره مخکې لاړه.

راډي راټور بیا د اکشي کومار او سوناکشي ګډ فلم دی.

دواړه فلمونه د ګڼو کتونکو د خوښې وړ ګرځيدلي.

سوناکشي وايي، چې په پام کې لري، ډیر ژر د سلمان خان سره د دبنګ فلم بله کړۍ (برخه) جوړه کړي.