‏سوډان کې ښکېلو لورو د امریکا او سعودي_عربستان په منځګړیتوب په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ داوړو لورو هوکړه کړې چې له هر ډول پوځي حرکتونو به ډډه کوي او په ټول سوډان کې به ازاد تګ راتګ او بشري مرستو ته زمینه برابروي.