د سویلي افریقا او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د سویلي افریقا لوبډلې په بریا سره پیل شوه.
سریلانکا لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ.
افریقا لوبډلې ۳۹م اور کې د ۲ لوبغاړو په زیان سره هدف پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
سویلي افریقا ته یې لوبډلمشر فاف ډو فلیسیز ۱۱۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره شي.