سویټرزلینډ کې د نړۍ تر ټولو اوږ او ژور تونل پرون رسماٌ پرانیستل شو.
دا تونل ګوټ هورډ نومیږي، چې د افغانستان د سالنګ تونل څخه ۲۲ ځله زیات اوږد دی.
دغه تونل په جوړیدو شاوخوا شل کاله ولګیده. یاد تونل ۵۷ کیلو متره اوږدوالی لري چې د شمالي او سویلي اروپا ترمنځ به د ریل ګاډو د تګ راتګ ډیر اسانه کړي.
سویټرزلنډ چارواکي وايي، دوی به د اروپا خپل منځي باروړونکي ټرانسپورټ برخه کې دې سره یو لوی بدلون راولي.
د دغه تونل له رغېدو سره د جاپان ۵۳ اعشاریه نهه کیلومتره اوږد سیایکان تونل دویم او د بریتانیا او فرانسې نښلونکی تونل دریم ځای خپل کړ.
د سپرلیو ۶۵ او نژدې ۲۶۰ باروړونکي ریل ګاډي به هره ورځ د دغه تونل له لارې په یوازې ۱۷ دقیقو کې تګ راتګ کوي.