یکشنبه , 28 اپریل 2024

سپورټ او اړیکې مو عمر اوږدوي

اجتماعي اړیکې او منظم ورزش د عمر په اوږېدا کې بنیادي اهمیت لري. د فرانس پرس اژانس له رپورټ سره سم، یوه نوې سروې ښيي چې که یو بوډا منزوي ژوند لري او له نورو خلکو سره یې تګ راتګ او راشه درشه نه وي نو د بې وخته مړینې امکان یې څورلس فیصده زیاتېږي. په شیکاګو پوهنتون کې د سایکالوژي پروفیسر جان کاشیپو وایي چې په زړبودن کې چې چاغوالی څومره د مرګ خطر زیاتوي، په انزوا کې اوسېدل د هغه دوه برابره خطر پېښولای شي.

په تېر عمر کې د یوازې اوسېدا د تاوان د اندازې د معلومولو لپاره د شل زره بوډاګانو ژوند مطالعه شو او څرګنده شوه چې له نورو ګوښه په یوازیتوب کې اوسېدل د خوب د ګډوډي ، د فشار د لوړوالي، روحي مړاویتوب او نورو روغتیایي مشکلاتو سبب کېږي چې په نتیجه کې یې د بې وخته مړینې امکان زیاتېدلای شي.

پروفیسرکاشیپو وایي چې یوازې او له داسې کسانو بېل اوسېدل چې په مجلس باندې یې خوشحاله کېږې، معمولا د جسمي فعالیت د کمېدا باعث ګرځي او کله چې جسمي تحرک او اجتماعي روابط دواړه کم شي، نو د روغتیا د خرابېدا احتمال ډېرېږي. د دغه پروفیسر په قول منظم ورزش مثلا هره ورځ یو څه چټک پلی تګ او دغه راز له نورو سره راشه درشه نه یوازې جسم بلکې ذهن او فکر هم تازه ساتي.