سپینه ماڼۍ وايي، “اف. بي. ای” ته د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د پخواني مشر پال منافورټ تسلیمېدل، له ولسمشر سره هېڅ ارتباط نهلري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي سنډرز تیره ورځ خبریالانو ته وویل چې پر منافورټ لګېدلي تورونه له ولسمشر ټرمپ، د هغه له ټاکنیز کمپاین او د هغه د کمپاین له فعالیت سره هېڅ ډول تړاو نهلري.
سنډرز خبریالانو ته وویل چې د فدرالي محکمې له لوري د پال منافورټ د جلب په اسنادو کې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د تړاو هېڅ ډول شواهد نهلیدل کېږي.
سارا هاکبي په خبره،موږ له اولې ورځې ویلي چې د ټرمپ او روسیې ترمنځ د دسیسې او پلان هېڅ شواهد نهشته او د محکمې نننی حکم هم په دې وینا کې بدلون نهشي راوستلی.”
د امریکا د یوې فدرالي محکمې په اسنادو کې چې تیره ورځ خپاره شول، څرګنده شوې چې یوه فدرالي منصفه پلاوي منافورټ او د هغه د تجارت ملګری، رېک ګېټس په ۱۲ جرمي مواردو کې د پوښتنو لپاره ورغوښتي وو چې د امریکا پر ضد د دسیسې جوړول هم پهکې شاملېږي.
د ولسمشر ټرمپ د کمپاین پر پخواني مشر پال منافورټ تور لګېدلی چې له اوکراین سره په معامله کې یې له امریکا د پېسو د ترلاسه کولو “غلا” دسیسه جوړه کړې وه.
پر منافورټ او ګېټس د پیسو سپینولو، د نا راجسټر شویو بهرنیو اجنټانو په توګه د ځان معرفي کولو، د غلطو معلوماتو د ورکولو او له امریکا بهر د بانکي او مالي معاملو په اړه د معلوماتو د نهورکولو تور هم لګېدلی و.
منافورټ پرون په واشنګټن کې د “اف. بي. ای” سیمهييز دفتر ته ورغی او ځانیې تسلیم کړ.
تر دې مخکې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د امریکا “سي. اېن. اېن” ټلوېزیون د یو شمېر سرچینو په حواله چې هویتیې نهدی په ډاګه شوی، خبر ورکړی و چې منافورټ او ګېټس قانون ته د تسلیمېدو هوډ لري.
د سپینۍ ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سنډرز پرون وویل چې جورج ګئورګیوس پاپادوپولوس داوطلبانه کار کاوه او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې رسمي موقف نهدرلود.
د راپورونو پر اساس، د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې او د ټرمپ له کمپاین سره د هغه هېواد د اړیکو د احتمال په اړه ټول اسناد، د دغې قضیې لپاره د ځانګړي استازي رابرت مولر د څېړنې او ارزونې په پایله کې ترلاسه شوي دي.