سپینه ماڼۍ: وایې، پر شمالي کوریا زموږ فشارونو اغېزه کړې ده

سپینه ماڼۍ وایي، د چین او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه ښيي چې د امریکا فشارونو پر شمالي کوریا اغیز کړی دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، چې دوی خوشبین دي. د نوموړې په خبره داسې ښکاري چې پر شمالي کوریا د امریکا فشارونو نتیجه ورکړې ده، ځکه په خبره یې دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا رهبر له خپل هېواد وځي. سندرز وویل دا د شمالي کوریا په تاریخ کې تر ټوله ښه او مثبته نښه ده. د ویلو ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون ورځ ویلي، له کیم سره د لیدلو وخت ښایي ډېر اوږد نه شي. هغه دغه راز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د شمالي کوریا رهبر یې لیدلو ته منتظر دی. هغه ویلي په لنډ وخت کې به دواړه سره وویني خو دا چې څه وخت، کره نیټه نه ده په ګوته شوې.