سپینې ماڼۍ: له طالبانو د ملاتړ له امله پر پاکستان مرستې کمې کړې دي

 

امریکا به په دې شرط له پاکستان سره مرسته کوي، چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ ودروي.

د امریکا د استازو مجلس د ۲۰۱۸ کال دفاعي بودیجه تصویب کړې او په هغه کې یې له پاکستان سره په نظامي مرستو کې کموالی راوستی دی. امریکايي استازي وايي ددې کار لامل دا دی، چې پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو پر وړاندې اړین ګامونه نه دي اخیستي او تر دې وروسته به له پاکستان سره د امریکا مرستې په همدې مسله پورې مشروطې وي.

امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره ۲۹۶ میلیارده ډالر دفاعي بودیجه ځانګړې کړې ده، چې د اوباما د حکومت پر پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. دغه زیاتوالی د ټرمپ په غوښتنه راغلی دی. خو په دې بودیجه کې له پاکستان سره په مرستو کې کموالی راغلی دی. امریکايي سناتور تدپو وايي، له ترهګرۍ سره د پاکستان مبارزه د جدي پوښتنې وړ ده.

د نوموړي په وینا پاکستان تل له امریکا سره دوه مخی چلند کړی دی او د ترهګرو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې، چې که پاکستان د امریکا متحد وای نو اسامه بن لادن به یې کلونه مخکې امریکا ته سپارلی و ان هغه وخت چې لا د سپتامبر پېښې نه وې شوې.

تدپو ویلي د امریکا حکومت ته په کار ده، چې پاکستان اړ کړي، څو د طالبانو او حقاني شبکې له ملاتړ لاس واخلي او ددوی مرکزونه له منځه یوسي.