سپین غر بازان د اباسین څپې مات کړل

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې په کابل کې روانې دي، درېیمه لوبه يې د اباسین څپې لوبډلې په بریا سره ترسره شوه.

اباسین لوبډلې په دې لوبه کې سپین غر بازانو ته درې د دوه ګولونو مقابل کې ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د تېر ماښام لوبه کې اباسین څپې ښه پیل وکړ.

دوی ته لومړی ګول د لوبې په دویمه دقیقه زین الدین شریفي ګول وکړ.

دویم ګول ورته ۷مه دقیقه کې عبید الله فضلي ووهلو.

سپین غر ته په ۴۴مه دقیقه کې هدایت الله قریشي ګول وکړ او لومړۍ نیمایي دوه د یو پایلې سره ختمه شوه.

دویمه نیمایي هم اباسین ښه پیل کړه، د لوبې په ۶۰مه دقیقه کې عبیدالله فضلي د ځان لپاره دویم او د خپلې لوبډلې لپاره یې دریم ګول ووهلو.

له دې وروسته په ۸۷یمه دقیقه کې شیرعلي لعلي سپین غر بازانو دویم ګول وکړ او په همدې ترتیب سره لوبه درې د دوه ګولونو مقابل کې د اباسین څپې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

په دې سیالیو کې نن ماښام ۵ نیمې بجې طوفان هریرود لوبډله د سیمرغ البرز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

نصرت الله عمرزی