سپین غر زون ته تمریناتي کمپ په لاره اچول شوی

په هیواد کې د څلور ورځنيو سياليو په موخه په ننګرهار کې د سپين غر زون کرکټ لوبډلې ته تمريناتي کمپ په لاره اچول شوی.

دغه تمریناتي کمپ هغه لوبغاړو ته په لاره اچول شوی چې په ګریډ ون او ګریډ ټو په سیالیو کې یې د خپلو ولایتونو لپاره ښه سیالي ترسره کړي وي.

په ختیځ زون کې د کرکټ بورډ مسول بخیتار ساحل له انعکاس ویب پاڼې سره په خبرو کې وویل: ددغه کمپ یوه برخه دوه ورځينۍ سیالۍ هم ده چې نن په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې پېل شي او دوه دوه ورځینۍ سیالي به په خپلو منځو کې ترسره کړي.

نوموړی وایي: ددغه تمریناتي کمپ موخه داده چې د سپین غر زون لپاره پکې قوي لوبډله وه ټاکي.