سپین ږیری قوماندان او بې وسه لاس

پر زړې چوکۍ ناست سپین ږیری مې ولېده چې،لاس یې زوړند و، رنګ د پخوا پڅیر سور او سپین نه و، بلکې تور اوښتی و، پر تن یې کمېس هم نه و، یواځي زوړ دستمال یې پر فلج وهلي لاس پروت و، خواته یې ورغلم.

حیران شوم چې دا به همغه قوماندان وي چې شپږ ډاکسني به ورپسې قطار ګرځیدې، چې کله ورنیږدي شوم ډېر عاجزانه یې راته وکتل، لومړی یې ذهن ته رانه غلم خو له سلام کلام څخه ورسته یې وپیژاندم، سترګې یې له اوښکو ډنډ شوې، راته یې د سر په اشاره وویل، خوارزاده لاس مې کار نه کوي، بخښنه کوه، ورته مې وویل خیر الله ج به دې اجر درکړې بیا راته زیاته کړه یوه پښه مې هم کار نکوي نور یې هم خفه کړم.

غلی یې څنګ ته کیناستم سړي له ځنډ وروسته وویل: همغه قادر ذات په یو حال وي او تل به همداسې پاتې وي، ځواني او زور مې لره هرڅه تېر شول دادی اوس بې وسه سپین ږیری یم، له هغه چا لپاره مې چې خواري کوله زړه مې ورته اوبه کړ، ناز مې ورکړی و، دهغوی لپاره چې مې حرام حلال هرڅه چې پیدا کول دوی ته به مې راوړل، نن همغه خلکو پریښی یم ان یوه پوښتنه مې هم نه کوي.

یو نازولی زوی مې هم له خپلې میرمنې سره یوځای رانه لاړ او نا توانه ناروغه پلار یې تش کور ته پرېښود!

هغه سوړ حوسیلی وکړ، سترګې بیا ډنډ شوې له ډېر غیرته یې د اسمان په لور وکتل او وي ویل شکر چې رب لرم کنه بیا به مې څه کول، پاکه ربه ډېر شکر کوم چې هر ارمان دې راپوره کړ، اوس چې ستا څه خوښه وي هغې ته تیار یم.

بیا یې ماته را وکتل او زیاته یې کړه؛ بس دې دنیا کې چې روغ یې بیا پیسې ولري هر سړی به دې یار وي خو که غریب شوې او ناروغ شوې، پردي خو پریږده چې خپله کورنۍ به دې هم ونه زغمي.

غیرتمن رب دې هیڅ کله به چا ته لاس نه اوږدوي او نه به ورته وایي چې زه ناروغ یم له ماسره مرسته وکړه، خوارزاده له هغه چا یې وغواړه چې ډېر څه درکولی شي، پر غیرتي رب دې همېشه غیرت وکړه هغه به پر تا رحم وکړي او هرڅه به دې جوړ شي، هیچا ته به دې محتاج نکړي.

که مړ نه شوم او رب بیا جوړ کړم نو د خپل رب به ډېر په اخلاص عبادت وکړم او که مړ شوم بیا به راته دعا کوي

ما ورته وویل ضرور به خدای روغ صحت درکړي او ان شاءالله چې دعا کې دې اوس هم یاد ساتم.

پر خپل حال شکر وکړۍ، او د رب له لورې امتحانونو ته غاړه کېږدی او صبر پرې وکړی دا مې د یوه ناروغ له احوال پرسۍ پرمهال زده کړل.

ریښتیا ده چې انسان ضعیف دی هرڅه بدلیږي، فکر مه کوه چې ځوان یې، صحت مند یې هغوی چې په هدیرو کې پراته دي هغوی هم یو وخت زموږ په شان ځوانان وی، ځواکمن و خو کله چې د الله ج خوښه شوه دا هرڅه درنه اخېستی شي بس صرف ددې لپاره دعا کوئ چې رب مو اخره خاتمه په ایمان کړې امین.