سږ هجري کال د هېواد ۸۰ سلنه صادرات د کرنې له برخې وو

د کرنې وزارت وایي، چې سږ لمریز لېږدیز کال د افغانستان ۸۰ سلنه صادرات کرنیز توکي وو، دغو صادراتو کې د افغانستان بېلابېل سبزیجات او نور کرنیز حاصلات شامل دي.

د کرنې وزارت راپور ورکړی، چې سږ کال د افغانستان ۸۰ سلنه صادرات د کرنې برخې څخه وو. د کرنې وزارت د اجرایه رئیس عبدالله، عبدالله په مشرۍ د کابینې غونډه کې خپل کلنی راپور وړاندې کړی، چې دې راپور کې یې ویلي سږ کال د افغانستان اتیا سلنه صادرات د کرنې توکي وو او دې برخه کې یې د پرمختګ خبره کړې ده. په دغې غونډه کې د کرنیزو توکو وده ستایل شوې؛ خو په عېن وخت کې یې د بازار موندنې او صادراتو په زیاتوالي ټینګار هم شوی دی. بل پلو د سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې یوازې د ۲۰۲۰ م کال په جنوري میاشت کې د هوایي دهلیزونو له لارې د ۱۶ اعشاریه ۶ میلیونه ډالرو صادرات شوي دي. افغانستان په دې وروستیو کې د زعفرانو، انارو، انګورو، مڼو، جلغوزیو او نورو توکو له امله د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرات زیات کړي دي.