سکاټ مېلر ویلي ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ کوي

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ سربېره دوی د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. هغه له افغان امنیتي چارواکو سره د سه شنبې په ماښام یوه کتنه کې ویلي، اوسمهال باید د کرونا ویروس پر وړاندې ګډه مبارزه وشي او که تاوتریخوالی موجود وي؛ نو بیا به د کرونا مخنیوی ستونزمن وي. د نوموړي په خبره افغان ځواکونو او افغانان باید د دغه ویروس د پراخېدو مخنیوی وکړي.