سیاسي مرستیال: د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال هیله ښودلې چې سرپرست حکومت به د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي. نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د رسمیت پیژندنې ټول شرایط یې بشپړ کړي او په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ له لوري په رسمیت و پېژندل شي. د نوموړي په خبره، نړۍ پر دې مکلفه ګڼي چې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. د سرپرست حکومت دغه چارواکی وايي چې د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی او د سترې محکمې د رییس په مشرۍ یې یو پلاوی د دغه کار لپاره ګومارلی دی. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي چې د تېر حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي د اوسني دولت په چوکاټ کې کار کوي.