سیمه کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي اصلي لامل اسراییل دي

د قطر امیر تمیم بن حمدالثاني د مالېزیا پلازمېنه کولالامپور کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو ترمنځ ناستې پر مهال پر اسراییلو نېوکې کړي.

نوموړي ویلي، اسراییل سیمه کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي لامل دي او ناخوالو رامنځته کولو ته لمن وهي.

د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني د مالیزیا پلازمېنه کولالامپور کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو ناستې ته په خبرو پر مهال ویلي، چې په سیمه کې د ټولو ناخوالو او بې ثباتیو اصلي لامل اسراییل دي.

د ده په خبره، د ثبات او امنیت لپاره تر ټولو اړین اصل د دوه اړخیزه درناوي پر بنسټ د اړیکو رغول دي، خو اسراییل دې اصل ته ډېری وخت هیڅ پام نه کوي.

تمیم د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې، چې د زور غږونې، محاصرې او دیکتاتورۍ مخالف دي او په وینا یې نور هېوادونه هم باید دې اصولو ته په خپل کورني او بهرني سیاستونه تنظیم کړي.

نوموړي په دې ناسته کې تروریزم ته د یو مشخص تعریف په کولو او ورسره پر مبارزې ټینګار کړی.