د هندي سینما تر ټولو ځوانې اداکارې ظاهره وسیم ته د هندوستان ولسمشر رام نات کویند د ښې هنري کارکردګۍ په پار جایزه ورکړه.
د ماشوم د ورځې په ویاړ په جوړو شو مراسمو کې د هندوستان ولسمشر د اغلې وسیم هنري فعالیتونه وستایل او هغه يې په ځانګړې ډالۍ ونازوله.
ظاهره وسیم، د کشمیر مسلمانه جینۍ ده. نوموړې ۱۷ کلنه ده. هغې د لومړي ځل لپاره تیر کال د عامر خان سره په دنګل فلم کې کار وکړ.
سږ کال اکټوبر نوموړي د عامر خان سره ګډ بل فلم (سیکرټ سوپر سټار) جوړ کړ. فلم کې مرکزي رول د ظاهره وسیم و.
سیکرټ سوپرسټار د هغې تنکۍ پیغلې کیسه کوي، چې غواړي، سندرغاړې جوړه شي؛ خو د کورنۍ له ګډو ستونزو سره مخ کیږي.
دا چې څنګه هغه ټولې ستونزې ګالي او ځان خپلې موخې ته رسوي؛ ټول په فلم کې راخیستل شوي دي.
د فربیوز په نوم یوې ادارې لیکلي، چې فلم تر اوسه د نړۍ په هیوادونو کې ۱۲۳ کروړه هندۍ روپۍ جوړې کړي.
تمه ده، چې د دنګل په څير د عامر خان دا فلم په چین، تایوان او هانګکانګ هم خپور شي. دغلته د عامرخان د فلمونو مینوال زیات دي.