سېف علي خان: تېمور له ما او کرينه کپور ډېر مشهور دى، غواړم چې اداکار شي

د باليووډ مخکښ اداکار سېف علي خان وايي، چې تېمور علي خان له ما او کرينه کپور څخه ډېر مشهور دى، زه غواړم چې هغه په راتلونکي کې اداکار شي.

د سېف علي خان او کرينه کپور زوى تېمور علي خان په دې کوچني عمر کې په انټرنېټ ډېر مشهور دى. هر کله چې هغه له کوره راوځي، نو عکسونه يې سم له لاسه په ټولنيزو رسنيو کې خپرېږي.

په يوه تازه مرکه کې سېف علي خان په خپلو خبرو کې وويل، چې تېمور له ما او کرينه کپور څخه ډېر مشهور دى، هغه وويل چې غواړي تېمور په راتلونکي کې اداکار شي.

هغه په دې مرکه کې د خپلو نورو بچو ابراهيم علي خان او سارا علي خان په اړه هم وغږېده. هغه وويل چې دا سمه خبره ده چې اوس ډېر وخت له تېمور سره وي، خو هغه له ابراهيم او سارا سره هم هر وخت په اړيکه کې وي. هغه وويل درې واړه بچي مې زما په زړه کې ځاى لري.

نوموړي وويل، هر کله چې ستاسې بل ماشوم پېدا شي، نو زړه ستاسې زړه هم ورسره ووېشل شي، زما درې واړه بچي بېلا بېل عمرونه لري او زما په زړه کې بېلا بېل ځاى لري.

نوموړي وويل، زه له سارا او ابراهيم سره په ټيليفون ډېر وخت اړيکه نيسم، همدا راز موږ يو ځاى ډوډۍ هم خورو، خو زه بيا دا کار له تېمور سره نه شم کولاى.

د ابراهيم علي خان فلمونو ته په راتګ سېف علي خان وويل، چې هغه اوس د فلمونو لپاره په تيارۍ بوخت دى او ښايي په فلمونو کې راڅرګندېدل يې يو څه وخت ونيسي.

د يادولو وړ ده چې د سېف علي خان لور سارا علي خان بيا په څو فلمونو کې کار کړى دى او ډېره مشهوره شوې هم ده. سارا علي خان او ابراهيم علي خان د سېف علي خان د لومړۍ مېرمنې امريتا سينګ بچي دي او تېمور علي خان يې بيا د اوسنۍ مېرمنې کرينه کپور خان څخه شوى دى. همدا راز سېف او کرينه د خپل دويم ماشوم راتلونکي ته هم په تمه دي.

کاپي هنرستان…