سېګرټ څکول د انسان وجود ته د کاربن ډای اکسايډ او دود دننه کېدل دي. دغه عادت داسې مضر څه د انسان وجود ته دننه کوي، چې د انسان دفاعي سېسټم يې پر وړاندې مقاومت نه شي کولی. د سېګرټ له امله منځ ته راتلونکې عادي ناروغۍ د غاښونو خرابوالی، د غاښونو توروالی، د پوستکی وچوالی او تورېدل، د جنسي ځواک کمزوري کېدل، د حافظې ضعف، ټوخی او نور دي. هغه څېړنې چې د سېګرټو په اړه تر سره شوې دي، نو دا يې په ګوته کړې ده، چې سېګرټ د انسان په وجود کې د لس ډوله وژنکي سرطان سبب کيږي.
۱- د خولې سرطان: د سېګرټ لوګي د بريد لومړی ځای خوله ده او تر ټولو لومړی ښايي خوله د سرطان په مرض اخته کړي.
۲- د پوزې سرطان: ډيری کسان د سېګرټو لوګی له پوزې څخه باسي، نو شونتیا شته، چې پوزه هم د سېګرټو له امله د سرطان په ناروغۍ اخته شي.
۳- د مرۍ سرطان: هغه ناروغان چې د سېګرټو له امله د مرۍ سرطان باندې اخته دي، شمېر يې ډېر او ژوند يې له ګواښونو ډک وي.
۴- د ځګر سرطان: ډاکټرانو داسې ناروغان هم تجربه کړي دي، چې د سېګرټو د څکولو له امله د ځګر په سرطان اخته شوي دي.
۵- د معدي سرطان: لوګی د انسان معدي ته نه بلکې سږو ته ځي، خو د سېګرټو په معتادينو کې د معدي سرطان هم امکان درلودلی شي.
۶- د سږو سرطان: د سېګرټو له امله تر ټولو عام سرطان د سږو دی. هغه کسان چې سېګرټ څکوي او هغه کسان چې سېګرټ نه څکوي، نو له طبي معايناتو وروسته يې د سږو د صحت په اړه پوره توپير شتون لري. د سېګرټ څکونکي کس سږي تور او له لوګو ډک وي، چې له يو څه وخت وروسته ورته د سږو سرطان پيدا کيږي.
۷- د سينې سرطان: هغه ښځې چې سېګرټ څکوي، نو په دوی کې بيا د سينو سرطان احتمال د نارينو په پرتله ډېر وي.
۸- د پښتوروګو او مثانې سرطان: د سېګرټو په اړه جالبه دا ده، چې د وجود هر برخه اغېزمن کولی شي. شونې ده چې سېګرټ څکونکي د مثانې او پښتورکو په سرطان هم اخته شي.
۹- د پانکراس سرطان: په سېګرټ څکونکو کې د پانکراس سرطان شتون هم په نشت نه دی حساب. سېګرټ کولی شي، چې پانکراس هم په سرطان اخته کړي.
۱۰- لنډه دا چې، د سېګرټو د څکولو په اساس د تنفسي سېسټم ټول غړی د سرطان په ناروغۍ اخته کېدای شي.
لیکوال : ډاکټر نېک محمد ويال